انصار: (د سلواغی ۱۴ مه) د طالبانو د رياستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د هېواد له يو شمېر ډاکټرانو او متخصصينو سره په کتنه کې، ويلي چې د هېواد روغتيايي سيستم پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري.
هغه زياته کړې چې د هېواد روغتيايي سيستم پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري څو وکولاي شي په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سرطان په څېر د لا علاجه ناروغيو په برخه کې د هېوادوالو اړتياوو ته ځواب ووايي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی په روغتیایي برخه کې د پراخو ستونزو خبر ورکوي او د پرځیدلي جمهوري نظام چارواکي له پراخو نړیوالو مرستو سره- سره په دې برخه کې په ناغېړۍ او نه کار تورنوي.
دوی د روغتیایي سیستم د اصلاح لپاره د جدي هڅو ادعا کوي، خو منتقدان یې باور لري چې روغتیایي سیستم او نورې مسلکي برخې د طالبانو لخوا د ګومارل شویو ملایانو په وسیله نه؛ بلکې د مسلکي کادرونو په وجود کې ترسره کېدای شی.
له دې سره هم مهاله، په پرله پسې ډول د نړیوالو مرستو د ورځ تر بلې کمیدو له امله د افغانستان له بېلابېلو سیمو د روغتیایي امکاتاتو او خدمتونو د کمزورۍ خبرونه ورکول کیږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29959